غني: سر له نننه پر اړو کسانو د ۲۴۰۰۰ ټنه غنمو وېش پیلېږي

ولسمشر غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان په بازارونو کې د توکو د بیې د کنټرول په هدف به سر له نن څخه، له دولتي زېرمو ۲۴۰۰۰ ټنه غنم پر اړو کسانو ووېشل شي.

ښاغلي غني نن په یوه ټلوېزیوني پیغام کې دا هم وویل چې له هند هېواد څخه به هم په ډېره اندازه غنم هېواد ته راورسېږي.

افغان ولسمشر ډاډ ورکړ چې د کرونا ویروس د مخنیوي او دغه‌شان د توکو د بیو د کنټرول په هدف جدي څارنه روانه ده.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله چې ځان‌یې د ټول‌شموله حکومت ولسمشر اعلان کړی هم نن یوې خبري غونډې ته په خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو خپلې مرستې ډېرې کړي.

ښاغلي عبدالله په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د روغتونونو په زیاتېدو ټینګار وکړ او له خلکو یې هم وغوښتل چې په غونډو کې له ګډون ډډه وکړي.

نوموړي له پلورونکو هم وغوښتل چې په دا شان شرایطو کې د احتکار پر ځای خلکو سره همکاري وکړي.