ملګرو ملتونو د سولې په خبرو کې د ماشومانو د حقونو خوندیتوب وغوښت

ارشیف

د ماشومانو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي غوښتنه کړې چې په بین‌الافغاني خبرو کې د ماشومانو خوندیتوب ته پام وشي.

په هغه اعلامیه کې چې د دوشنبې په شپه خپره شوې، ویرجینیا ګامبا د خبرو له لوریو غوښتي چې د سولې په خبرو کې د افغان ماشومانو حقونو او اړتیاوو ته ځای ورکړي.

نوموړي افغانستان د ماشومانو لپاره مرګونی هېواد ګنلی دی او د سولې په خبرو کې یې د دوی د حقونو موضوع دېره مهمه ګڼلې ده.