نړیوال سفرونه به سږ کال ۱۰،۵ فیصده راکم شي

پخوا د سفرونو د کمښت کچه ۱،۵ یاده شوې وه.

اټکل دا دی چې نړیوال سفرونه به سږ کال ۱۰،۵ فیصده راکم شي.

دا د سفرونو د کمښت په کچه کې تر ټولو بد ریکارډ یاد شوی چې په سفري اقتصاد به هم ناوړه اغېز وکړي.

روېټرز اژانس دغه خبره د اکسفورډ پوهنتون د اقتصاد څانګې د یوې څېړنې پر بنسټ کړې ده.

څېړنه کې راغلي چې د کرونا وایروس له کبله د ډېرو هېوادونو پولې تړل شوي او ورسره د تورېزم یا ګرځندوی صنعت ځپل شوی دی.

پخوا د سفرونو د کمښت کچه ۱،۵ یاده شوې وه، هغه کچه چې ۲۰۰۳ کال کې د سارس ویروس له کبله ټیټه شوې وه، خو تېرو دوو اوونیو کې بندیزونو ته په کتو، د نړیوالو سفرونو د کمښت اټکل ۱۰،۵ فیصده شو.