چین د ټرمپ 'کرونا چینايي ویروس دی' ټویټ ته غبرګون وښود

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکایي ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه ټویټ ته غبرګون ښودلی چې کرونا یې چینایي ویروس بللی.

دغه وزارت ویلي، امریکا باید لومړۍ د خپلو پېښو غم وخوري.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چین خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د کرونا له ډېر ګواښ سره مخ شویو هېوادونو ته سفر ونه‌کړي.

په دغه بندیز کې د اروپا، امریکا، ایران او جنوبي کوریا یادونه شوې ده.

چین چې د کرونا ویروس سرچينه بلل کېږي، اوس په‌کې ورځنۍ چارې عادي حالت ته په ګرځېدو دي.

د چین په ووهان کې د کرونا پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.