بلخ کې چاودنې دوه تنه وژلي

د ښاغلي عادل په وینا د دوشنبې د ورځې په دې پېښه کې ۲ تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.

په بلخ کې چارواکي وايي چې په مزار شریف ښار کې یوې چاودنې دوه تنه وژلي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل‌شاه عادل وايي، چاودنه د پولیسو پر ګزمه وشوه چې په‌کې یو پولیس او یو ملکي وګړی ووژل شول.

د ښاغلي عادل په وینا د دوشنبې د ورځې په دې پېښه کې ۲ تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.

دا چاودنه د مزار شریف د ښار په شمالي څنډه کې په نهمې امنیتي ناحیه کې شوې.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

په وروستیو ورځو کې په مزار شریف کې د نوروز د لمانځلو لپاره امنیتي تدابیر زیات شوي، خو د دې ولایت چارواکو تازه اعلان کړی چې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دا مراسم لغوه شوي دي.