غني د کرونا وایروس له امله پوهنې وزارت ته نوې سپارښتنه کړې

ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کرونا وایروس له کبله د پوهنې وزارت باید د ښوونځیو د رخصتۍ یا د دې رخصتۍ د مودې غځېدو پر مهال د زده کوونکو بوخت ساتلو په خاطر د تدریس لپاره پر مشخصې برنامې کار وکړي.

ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر محمد اشرف غني نن د ویډیو کنفرانس د پوهنې وزارت له مسئولانو سره په خبرو کې ویلي، پوهنې وزارت باید د کرونا وایروس احتمالي خپرېدو په خاطر د ښوونځیو د رخصتۍ پرمهال د پوهنې ټلویزیون له لارې د لرې زده‌کړو (انټرنیټ) پر برنامې تمرکز ولري، څو له ممکنه لارو څخه د زده کوونکو د تدریس سلسله دوام ومومي.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر محمد اشرف غني ټولو ښوونکو ته ډاډ ورکړی چې د ښوونځیو د رخصتۍ یا د رخصتیو د غځېدو په جریان کې یې معاشونه په خپل وخت ورکول کېږي او هیڅ راز ځنډ به په کې نه راځي.

ارګ د ولسمشر غني له قوله لیکي، محمد اشرف غني همدا ډول د پوهنې وزارت مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د نوي ښوونیز کال پیل سره سم باید هر څه ژر د پوهنې وزارت اصلاحي بسته عملي کړي.