کورنیو چارو وزارت: احتکار کوونکو سره قانوني چلند کېږي

د کابل منډوي یوه څنډه- ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغو کسانو سره د قانوني چلند خبرداری ورکړی چې احتکار کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټولو هغو کسانو ته چې په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو احتکار کوي، خبرداری ورکړی چې له قانوني چلند سره به مخ شي.

دې وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، یو شمېر سوداګرو په بازارونو کې خوراکي او د ژوند د نورو لومړنیو توکو په برخه کې احتکار کړی او غواړي چې دا توکي په لوړه بیه وپلوري.

یاد وزارت وايي، دا کار د قانون خلاف دی او جرم شمېرل کېږي.

د سرچینې له قوله، کورنیو چارو وزارت ټولو پولیسو ته امر کړی چې له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې په بازار کې یې احتکار ته زمینه برابره کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت وروسته تر دې دا اقدام کوي چې د کرونا وایروس د خپرېدو او د یو شمېر بندرونو د تړل کېدو له خبر وروسته، په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې پورته شوې.