ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۸۵۳ کسانو ته رسېدلی

ایران کې په دې وایروس د اخته کسانو شمېر ۱۵ زرو ته رسېدلی.

ایران نن په کرونا وایروس د اخته کېدو له کبله د ۱۲۹ کسانو د مړینې خبر ورکړ.

له دې سره په (کووایډ-۱۹) یا کرونا وایروس د اخته کېدو له کبله د مړو شمېره ۸۵۳ ته لوړه شوه او په دې وایروس د اخته کسانو شمېر اوس ۱۵ زرو ته رسېدلی دی.

په داسې حال کې چې په لبنان کې نن ټولې ورځنۍ چارې ځنډېدلي او په عراق کې د ګرځ‌بندیز لپاره چمتووالی نیول کېږي په ایران کې د دې ناروغۍ له وجې له لوړو تلفاتو سره سره په دې هېواد کې ورځنۍ چارې د پخوا په څېر عادي دي ځکه چارواکي نه‌پوهېږي چې د دې ناروغۍ د خپراوي مخه په کومو لارو ونیسي.

په همدې حال کې د ایران د شورای خبره‌ګان غړی ایت‌الله هاشمي ګلپایګاني د کرونا وایروس په نتیجه کې مړ شوی دی.

خبره‌ګان هغه ځواکمنه شورا ده چې دنده‌یې د مذهبي مشر غوره کول دي.

د ګلپایګاني له مړینې سره د کرونا وایروس په ناروغۍ د مړو شویو اوسنیو او پخوانیو جګپوړو چارواکو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

۷۸ کلن ګلپایګاني دوه ورځې وروسته له هغه مړ شو چې د کرونا وایروس د ازموینې نتیجه‌یې مثبته راووته او دی په روغتون کې بستر شو.