روسیې د ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت نوی مالي پلان اعلان کړ

د روسیې صدراعظم میخاییل میڅوستین

په داسې حال کې چې روسیه د (کووایډ-۱۹) وایروس د خپرېدو او د تېلو د بیو د راغورځېدو له ګواښونو سره لاس او ګرېوان ده، د دې هېواد حکومت د څلور میلیارده ډالرو معادل ۳۰۰ میلیارده روبل په ارزښت نوی مالي پلان اعلان کړی دی.

مسکو تمه لري چې دا نوی پلان به د روسیې اقتصاد پیاوړی کړي.

د روسیې صدراعظم میخاییل میڅوستین وايي، په دې اقداماتو کې د هوايي کرښو او تورېستي شرکتونو د مالیاتو کمول او سوداګرو ته د پورونو د ورکولو لپاره د یوه پلان جوړول شامل دي.

د دې پلان له مخې به دولتي شرکتونو لکه ګازپروم او روس نفت ته هم اجازه ورکړل شي چې د خپلو ونډو سود وروسته ورکړي.

د روسیې اقتصاد تر ډېره د تېلو له بیې سره تړلی دی او دې سکټور د مارچ په ۹مه نېټه په تېرو ۳۰ کلونو کې د تېلو د بیې د رالوېدو تر ټولو ترخه تجره وکړه.