سیاستوال: طالبانو سره د مذاکره کوونکي پلاوي د جوړښت په اړه سلا مشوره نه‌ده شوې

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځیني غړي

یو شمېر افغان سیاستوال وایي، له طالبانو سره د حکومت له لوري د مذاکره کوونکي پلاوي د ترکیب په اړه ورسره سلا مشوره نه‌ده شوې.

اوس چې حکومت له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره د مذاکره کوونکي پلاوي د بشپړېدو خبره کوي، خو یو شمېر سیاستوال وایي، له دوی سره په دې اړه مشورې نه‌دي شوي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند فضل غني حقمل ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم د سولې پروسې په اړه له حکومت سره د دغه ګوند له لوري وخت په وخت مسایل شریکېږي، خو له طالبانو سره د مذاکره کوونکي پلاوي په اړه ورسره هېڅ ډول مشوره نه‌ده شوې.

ګلبدین حکمتیار

هغه زیاته کړه: "د دغه پلاوي د تشکیل په اړه هغه ډول چې په‌کار وه، تفاهم نه‌دی شوی، په‌کار خو دا وه چې له طالبانو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره د پلاوي د ترکیب په اړه له حزب اسلامي او نورو سیاسي ګوندونو سره مشورې شوې وی، خو تر اوسه په اړه‌یې له موږ سره هېڅ ډول خبرې نه‌دي شوي."

له دې سره بل سیاستوال او پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل هم وایي چې له دوی سره هم په دې اړه خبرې نه‌دي شوي او دا پلاوی باید ټول‌شموله او داسې کسان‌یې غړي وي چې وکړای شي طالبانو ته د سولې په اړه قناعت ورکړي.

ښاغلی اسماعیل وایي چې حکومت باید په ټاکل شویو ۱۳۵ ورځو کې د وخت له ضایع پرته له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړي.

سیاستوال او پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل

هغه وویل: "حکومت نه‌یوازې دا چې د دې پلاوي په اړه له هېڅ‌چا سره مشوره نه‌ده کړې، بلکې غواړي داسې پلاوی طالبانو ته ورواستوي چې هغوی نه‌شي کولای ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوي، نو زه په دې باور یم چې دا خبرې اترې به د خلکو او افغانستان د سولې په ګټه نه‌وي."

عبدالله عبدالله ته نږدې کس او سلاکار یې فضل احمد معنوي وایي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو وروسته د مذاکره کوونکي پلاوي د ترکیب په اړه هېڅ بحث نه‌دی شوی، خو د پلاوي کوم نوملړ هم چې چمتو شوی دوی ته د منلو نه‌دی.

عبدالله عبدالله ته نږدې کس او سلاکار یې فضل احمد معنوي

هغه وویل: "د دغو دوو حکومتونو له جوړښت وروسته د سولې د مذاکراتو د پلاوي په اړه کوم بحث نه‌دی شوی، خو تر دې وړاندې یو څه نومونه رد بدل شوي وو، خو هغه موږ ته د منلو نه‌دی، د ښاغلي خلیل‌زاد په راتلو سره به په اړه خبرې وشي، خو یو څه چې قطعي دي هېڅ لېست به د ارګ په محور نه‌جوړېږي."

خو د ولسمشر غني د عامه او ستراتېژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر وایي چې د حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو د پلاوي نوملړ وروستی شوی او ژر به له خلکو سره شریک شي.

د ولسمشر غني د عامه او ستراتېژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر

عمر زیاته کړه: "دا پلاوی نهایي شوی، مشورې پرې شوي، هر کله چې د مذاکرې نېټه او ځای مشخص شي او د طالبانو پلاوی خبرو ته چمتو شي هغه مهال به موږ دا پلاوی اعلان کړو."

وحید عمر هغه نوملړ رد کړ چې یو شمېر رسنیو خپور کړی چې ګواکې د حکومت له لوري له د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره شریک شوی دی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د همدې میلادي میاشتې په ۱۰مه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین‌الافغاني مذاکرات وشي، خو د طالبانو له لوري افغان حکومت ته د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو شرط ورکړل شو چې دا لړۍ لا هم پیل شوې نه‌ده.