د هرات چارواکو د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره اقدامات پیل کړي

د هرات نقشه

د هرات ولایت سیمه‌ییزو چارواکو د کرونا وایروس د مخنیوي په مقصد پراخ اقدامات پیل کړي دي.

په دې اقداماتو کې له ایران سره پر پوله په اسلام کلا بندر کې وقایوي اقدامات او هرات ښار ته له ولسوالیو څخه پر تګ راتګ محدودیتونه شامل دي.

د هرات د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه وايي، سیمه‌ییزې ادارې د میني بسونو په ګډون د ښاري ټرانسپورت پر ټولو ډولونو بندیز لګولی او ښاروالۍ ته‌یې دنده سپارلې چې له اسلام کلا بندر څخه ښار ته د مسافرو د لېږدولو لپاره کوچني موټر ځانګړي کړي او هغه کسان چې له لیرې پرتو سیمو ښار ته راځي خپلو سیمو ته ستانه کړي څو په ښار کې د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.

د هرات د ولایتي ادارې مسؤلو چارواکو ته دا دنده هم سپارل شوې چې په ښار کې د بیو د لوړېدو مخه ونیسي او همداراز د عفونیت ضد موادو په وسیله د هغو سوداګریزو مالونو پاکوالی یقیني کړي چې د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته راځي.