ویسا: افغانان باید د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره وقایوي تدابیر جدي ونیسي

ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره د کرونا وایروس خپرېدو او د دې د مخنیوي په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې: "افغانان باید د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره وقایوي تدابیر جدي ونیسي."

د ویسا په باور، له بده مرغه افغان حکومت او د واک دعوه‌داران د واک او ځواک په لانجو کې دي او د خلکو په فکر کې نه‌دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، افغان حکومت په ټوله کې د روغتیا په برخه کې ډېرې کمزورۍ لري او دومره امکانات نه‌لري چې د دې وبا د خپرېدو مخه پرې ډب کړي.

خو ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې ټينګار کړی چې د یادې ناروغۍ او وایروس د کنټرول تر ټولو غوره چاره وقایوي تدابیر دي.

د سرمقالې لیکوال یو بل ټکي ته هم اشاره کړې چې په ښار کې خوراکي توکي او د درملو او ماسکونو په شمول نور اړین توکي په څو وروستیو ورځو کې تر ۳۰ سلنه زیات ګران شوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا زموږ د ټولنې د معنوي زوال نښه ده او پوښتنه‌یې کړې چې ولې د عام ولس له مجبورۍ دغسې ناوړه ګټه اوچته شي؟

د ورځپاڼې په باور ښایي په ټوله کې کرونا یو الهي عذاب وي چې له معنویته لیرې شوي انسانان ښایي په‌کې زیات وځپل شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، کرونا وایروس له ایرانه راوړل شوې ده او له بده مرغه افغانان چې د روغتیايي خدماتو له بحران سره مخ دي، نو سخته ده چې په اسانۍ سره د دې ناروغۍ درملنه وکړای شي.

وړاندې له رسنیو او د افغانستان د حج او اوقافو وزارت څخه غوښتنه شوې چې د عامه پوهاوي له لارې له دې ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر بسنه نه‌کوي او که خلک خپله ځان ونه‌ساتي او د دې ناروغۍ پر ضد مبارزه ونه‌کړي، نو سخته ده چې دا ناروغي دې کنټرول شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور اړتیا ده چې د دې ناروغۍ د مخینوي لپاره خلک خپله لاس په کار شي او ټول روغتیايي لارښوونې پر ځان عملي کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، کرونا باید جدي وګڼل شي ځکه دا وژونکې ناروغي ده ملت باید د چا پر تشو خبرو دوکه نه‌شي او په باور یې دا سمه ده چې ناروغي پولې نه‌پېژني، هم اتلان نیسي، هم چارواکي، نو اړتیا ده چې د دې وایروس مخنیوي لپاره جدي کار وشي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم د کرونا وایروس او د حکومت اقداماتو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې د وکیلانو له قوله راغلي چې د کرونا وایروس د مخنیوي په برخه کې د حکومت اقدامات نیمګړي دي.

وړاندې راغلي، که څه هم هره ورځ له ایران څخه افغانستان ته شاوخوا ۱۵ زره افغان کډوال راځي، خو تر اوسه د دوی د مخنیوي لپاره اقدامات نه‌دي شوي او په باور یې د دغه وایروس د مخینوي لپاره کار وشي.