افغانستان کې د کرونا پنځه نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

ازمویل شوي کسان ۲۱یې مثبتې او پاتې ۲۴۲یې منفي راوتلي دي.

د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې په (کووایډ-۱۹) یا کرونا وایروس د پنځو نورو کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي.

له دې نویو پېښو سره په افغانستان کې په دې وایروس د اخته کسانو شمېر ۲۱ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې په پنځو نویو مواردو کې ۲ په هرات، ۲ په لوګر او ۱ په بادغیس ولایت کې ثبت شوي دي.

ښاغلی مایار وايي، تر اوسه په افغانستان کې د کرونا وایروس ټول ۲۶۳ مشکوک موارد ازمویل شوي چې ۲۱یې مثبتې او پاتې ۲۴۲یې منفي راوتلې دي.