لوګر کې په کرونا اخته کسان روغتون ته لېږدول کېږي

د لوګر روغتون

په لوګر کې د کرونا په ناروغۍ اخته کسان روغتون ته لېږدول کېږي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د کرونا په وایروس پېژندل شوي دغه کسان چې دوه ورځې وړاندې د ایران له تهران هېواد څخه راغلي و، پایلې یې مثبتې راغلي او د دې ولایت د نایب امین‌الله خان روغتون ته د امبولانس په واسطه انتقالېږي.

د لوګر د روغتیا رئیس ډاکتر رسول ګل ثمر نن سهار ازادي راډیو ته وویل، یادو کسانو ته په لومړیو کې په کور کې د قرنطین کېدو توصیه شوې وه، خو له دې وورسته به په روغتون کې تر درمنلې او څارنې لاندې وي.

نوموړی وایي، یاد کسان د لوګر اوسېدونکي دي او عمرونه‌یې ۲۱ کلن او ۲۹ کلن ښودل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د ۵ نویو پېښو په ثبتېدو سره د دغو پېښو شمېر ۲۱ ته ورسېد چې تر ټولو زیاتې ۱۲یې په هرات کې ثبت شوې دي.