نړۍ کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر له ۶ زرو واوښت

د کرونا وایروس چټک خپرېدل نړۍ د اقتصادي بحران له ګواښ سره مخامخ کړې.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د (کووایډ-۱۹) یا کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اقدامات دوام لري او دا په داسې حال کې ده چې په دې وایروس د ټولو اخته کسانو شمېر له ۱۶۲ زرو او له دې کبله د مړو شمېر له ۶ زرو اوښتی دی.

د کرونا وایروس چټک خپرېدل نړۍ د اقتصادي بحران له ګواښ سره مخامخ کړې ځکه کاروبار او سوداګري په ټپه درېدلي او د هېوادونو مرکزي بانکونه اړ شوي دي چې د مالي بازارونو د سقوط د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

په اروپا کې چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وایروس د خپرېدو مرکز بللی دی ډېری هېوادونو د وقایوي اقداماتو په ترڅ کې ورځنۍ چارې او نړیوالې الوتنې ځنډولې دي.

په اسپانیا کې وروسته له دې چې د ۲۰۰۰ نویو پېښو راپور ورکړل شو تمه ده چې د دې هېواد حکومت نن بېړنی حالت اعلان کړي.

په اسپانیا کې په (کووایډ-۱۹) وایروس د اخته کسانو شمېر ۸ زرو ته نږدې شوی چې له ایټالیا وروسته دوهمه لویه شمېره ده.