پاکستان د تورخم دروازه وتړله

تورخم دروازه

د ننګرهار چارواکي وایي چې پاکستاني لوري نن د کرونا وایروس د مخنیوي په هدف د تورخم لویه لار وتړله.

د ننګرهار د والي ویاند د دوشنبې په ورڅ ازادي راډيو ته د تورخم لارې تړل تأیید کړل او په خبره‌یې چې دغه لاره د هر ډول مسافرینو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

که څه هم تر دې وړاندې ویل کېدل چې د تورخم لاره به یوازې د مسافرینو پر مخ تړل شوې وي، خو نن سهار وختي د بار وړونکو موټرو پر مخ هم تړل شوې ده.

دا چې دا لاره به تر څه وخته بنده وي، د ننګرهار چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه وو چې پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه د مارچ له ۱۶مې د دوو اوونیو په مخه تړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سارک غړو هېوادونو مسؤلینو په وېډیویي کنفرانس کې هم د پاکستان د روغتیا وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان غواړي چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د کرونا د مخنیوي لپاره ټولې لارې د تګ راتګ په وړاندې وتړي.