ایراني وګړو ته په خپلو کورونو کې د پاتې کېدو امر شوی

ایران کې د کرونا وایروس له کبله د ۱۱۳ نورو کسانو د مړینې خبر ورکول شو.

په ایران کې د کرونا وایروس له خپرېدو سره هم‌مهاله ایراني چارواکو یو ځل بیا د دغه هېواد وګړو ته امر کړی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون په یوه کنفرانس کې وویل، ایرانیان باید خپل پلان شوي سفرونه هم د حالت تر ښه کېدو پورې وځنډوي.

پرون په دغه هېواد کې د کرونا وایروس له کبله د ۱۱۳ نورو کسانو د مړینې خبر ورکول شو چې ورسره د کرونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۷۲۰ ته پورته شو.

ایران کې چارواکو ویلي، نږدې ۱۳ زره کسان په دغه وایروس اخته شوي او ورځ تر بلې هلته روغتیایي بنسټونه د وایروس په وړاندې د مبارزې توان له لاسه ورکوي.

ایران، ایټالیا او چین هغه درې هېوادونه دي چې تر نورو زیات کرونا وایروس وځپل.