خلیل‌زاد: طالبانو سره هوکړه کې د امریکا یو شمېر اهداف ترلاسه شوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي، له طالبانو سره هوکړه کې د امریکا یو شمېر اهداف ترلاسه شوي دي.

زلمي خلیل‌زاد د جرمني له شپیګل مجلې سره په مرکه کې ویلي، دغې هوکړه کې طالبانو هغه ژمنې کړي چې پخوا ورته دغه وسله‌واله ډله چمتو نه‌وه.

له القاعده سره د اړیکو پرې کول، هغو ترهګرو ډلو ته ځای نه‌ورکول چې د امریکا او متحدینو امنیت ته‌یې ګواښ پېښوي او د تاوتریخوالي کمول، هغه اهداف دي چې د ښاغلي خلیل‌زاد په خبره له طالبانو سره هوکړه کې ترلاسه شوي.

نوموړي ویلي، له افغانانو سره ناسته او تلپاتي اوربند لپاره د سیاسي تګلارې په اړه بحث ته د طالبانو چمتووالی د هوکړې نور مهم اړخونه دي.

د طالبانو او امریکا هوکړه د فبرورۍ په ۲۹مه، د قطر پلازمېنې دوحه کې لاسلیک شوه.