ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر له ۷۰۰ کسانو واوښت

په ایران کې د روغتونو د بسترونو شمېر ۱۱۰زرو ته رسېږي

په ایران کې د کرونا یا کوویډـ۱۹وایروس له کبله د مړو شمېر تر ۷۰۰ کسانو واوښت.

ایراني چارواکي چې د دې ساري ناروغۍ په وړاندې مبارزه کوي، خبرداری ورکوي، چې د دغه هېواد روغتیایي مرکزونه به ډېر ژر د نورو ناروغانو د منلو ظرفیت ونه لري.

د ایران دولتي اژانس ایرنا نن یکشنبه په تهران کې د کرونا پرضد د مبارزې د چارو د مشر علي رضا زالي خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي: "که دا لړۍ دغسې په چټکۍ روانه وي، موږ به په کافي اندازه ظرفیت ونه لرو."

راپورونه وايي، په ایران کې د روغتونو د بسترونو شمېر ۱۱۰زرو ته رسېږي او په دغه هېواد کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۱۳زرو ته رسېږي.

نن په ایران کې ۱۱۳ نور کسان چې په کرونا یا کوویډـ۱۹ وایروس اخته وو، مړه شول، چې ورسره د مړو شمېر ۷۲۴ ته ورسېد.