د نړۍ په کچه د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره تازه اقدامات اعلان شوي

چین ویلي چې پرون په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېډو یوازې ۱۶ پېښې ثبت شوې دي.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا یا کووید ۱۹ وایروس د کنټرول لپاره تازه اقدامات اعلان شوي دي.

په نړۍ کې په دې ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۵۶زرو اوښتی او تر ۵۸۰۰ زیات کسان یې په نتیجه کې مړه شوي دي.

د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف په اروپا کې ګڼ هېوادونه ورځ په ورځ د خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو او نړيوالو سفرونو محدودیتونه لګوي.

فرانسې له ورته اقداماتو سره نن محلي انتخاباتو ته چمتووالی نیسي او ویلي یې دي، دغه ټاکنې د دې هېواد د ډیموکراتیکې بقا لپاره مهمې دي.

د امریکا متحدو ایالاتونو د بریتانیا او ایرلنډ په ګډون له ۲۶ اروپايي هېوادونو سفرونه منع کړي، چې په هوايي ډګرونو کې یې بحران رامنځته کړی دی.

دغه وایروس چې د روغتیا نړیوال سازمان وبا ته ورته ناروغي بللې، په تېره ډېسېمبر میاشت په چین کې کشف شو او بیا نورې نړۍ ته خپور شو.

په چین کې چارواکي وايي په کرونا د خلکو د اخته کېدو شمېر کم شوی، خو دغه هېواد هغو کسانو چې نړیوال سفرونه کوي، د معاینې تازه طرزالعملونه نافذ کړي دي.

چین ویلي چې پرون په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېډو یوازې ۱۶ پېښې ثبت شوې دي.