سږکال له کندهاره ۱۷۰زره ټنه وچه او تازه مېوه صادر شوې

په کندهار کې د وچو مېوو دوکان

کندهار د سوداګرۍ خونې مشر وايي، سږ کال له دغه ولایت څخه د شاوخوا ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ۱۷۰زره ټنه وچه او تازه مېوه صادر شوې ده.

نصرالله زهیر ازادی رادیو ته وویل، چې سږ کال له کندهاره د وچې او تازه مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی او دغه کچه د تېر کال په پرته لوړه شوې.

هغه زیاته کړه: "یو لک ۷۰زره ټنه زموږ صادرات شوي چې وچه میوه، تازه میوه، طبعي نباتات او حبوبات چې دا ټوله شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري."

د ښاغلي زهیر په خبره ښايي د لمریز روان کال تر پایه د دغه صادراتو اندازه ۲۰۰زره ټنه ته ورسېږي چې ارزښت به یې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالره وي.

چارواکي وايي، چې له کندهار د تازه میوې په صادراتو کې ډېره برخه انار، انګور، او خټکي شامل دي، په وچه میوه کې ممیز، انځر، بادام او طبعي نباتاتو کې ځیره او زعفران شامل دي.

د نوموړي په خبره د دغه صادراتو ډېره برخه پاکستان هند او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته ترسره شوي.