'ډونالډ ټرمپ په کرونا وایروس نه‌دی اخته شوی'

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د سپینې ماڼۍ معالج ډاکټر وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ معایناتو وښوده، چې په کرونا وایروس نه‌دی اخته شوی.

د ولسمشر معالج ډاکټر شان کانلي پرون په یوه اعلامیه کې وویل، ما دا تأیید ترلاسه کړ چې د معایناتو نتیجه منفي وه.

د معالج ډاکټر په وینا، وروسته له هغې چې ولسمشر ټرمپ خپل د فلوریدا په تفریح ځای کې د برازیل له پلاوي سره د شپې ډوډۍ وخوړله، یوه اوونۍ وروسته هم د دې ناروغۍ نښې په کې نه ښکارېدې.

د کانلي په وینا ولسمشر ټرمپ د برازیل د جمهوري ریاست د پلاوي له ګڼو غړو سره چې وروسته معلومه شوه، په کرونا وایروس اخته دي، په تماس کې و.

تر دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي وو، که څه هم ولسمشر له درېیو هغو کسانو سره په تماس کې و چې کرونا وایروس په کې موندل شوی، دلیل نه پیدا کېږي چې ولسمشر معاینه شي.

په واشنګټن کې د برازیل سفارت وړمه ورځ ویلي وو، چې د دوی شارژدافییر نیستور فورستیر له ولسمشر ټرمپ سره د شپې تر ډوډۍ وروسته په کرونا وایروس اخته شوی.

۷۳ کلن ډونالډ ټرمپ تېره جمعه د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله په امریکا کې په ملي سطحه بېړنی حالت اعلان کړ.