قزاقستان کې د کرونا وایروس ۶ پېښې ثبت شوي

په وایروس د نړۍ په ۱۳۵ هېوادونو، سیمو او قلمرونو کې تر یو نیم لک ډېر کسان اخته شوي

په قزاقستان کې په کرونا (کووایډ-۱۹) د خلکو د اخته کېدو تأیید شوې پېښې ۶ ته زیاتې شوې دي.

د دغه هېواد روغتیا وزارت پرون وویل، دا شمېر وروسته له هغې شپږو ته زیات شو چې له بهره په راغلو دوو نورو کسانو کې دغه وایروس کشف شو.

چارواکي وايي یو ناروغ له مسکو څخه په الوتکه کې د قزاقستان الماتا ښار بیا پلازمېنې نور سلطان ته تللی دی.

بل ناروغ چې ښځه ده، د پولنډ له پلازمېنې وارسا څخه پلازمېنې نور سلطان ته ورغلې ده.

د ازبکستان ترڅنګ قزاقستان د مرکزي اسيا هغه هېوادونه دي چې په کرونا (کووایډ-۱۹) د خلکو د اخته کېدو پېښې په‌کې رسماً تأیید شوې دي.

په وایروس د نړۍ په ۱۳۵ هېوادونو، سیمو او قلمرونو کې تر یو نیم لک ډېر کسان اخته شوي او تر ۵۷۰۰ زیات کسان‌یې په نتیجه کې مړه شوي دي.