هېواد: په افغانستان کې د کرونا وایروس باید څنګه کنټرول شي؟

د کابل ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره په روان سیاسي کړکېچ، د طالب زندانیانو او همدا شان د کرونا وایروس د خپراوي په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې په روان سیاسي کړکېچ اندېښنه ښودلې او دا یې د هېواد راتلونکي لپاره جدي خطر بللی.

په سرمقاله کې راغلي، تر اوسه هم بشپړ ټاکنیز بحران له‌منځه نه‌دی تللی، ځکه ځیني خلک د ټاکنو پایلې لا هم نه‌مني او په هېواد کې دوه ولسمشران ناست دي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې ممکنه رامنځته کېدونکې جګړې واک له ارګ او سپېدار ماڼۍ سره ده، ځکه امنیتي او دفاعي ځواکونه له دواړو اطاعت کوي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې د ستونزې د حل لپاره باید سر له اوس لاس په‌کار شي او د روان کړکېچ او جګړې مخه ونیول شي چې دا هر څه ممکن دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې د طالب زندانیانو د ازادېدو په اړه تبصره کړي.

د ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د طالب زندانیانو د ازادېدو کیلي د افغان حکومت په لاس کې ده نه د بهرنیانو."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، طالبانو له امریکا سره په مذاکراتو کې فکر کاوه چې امریکا کولای شي، طالب زندانیان ازاد کړي، خو د طالبانو دغه اټکل غلط ثابت شو.

د لیکوال په باور اوس د سولې او طالب زندانیانو د ازادېدو واک او صلاحیت له طالبانو سره دی، که دوی تاوتریخوالی راکم او اوربند وکړي، هم طالب زندانیان ازادېدلای شي او هم بین‌الافغاني مذاکرات پيل کېدای شي.

  • هېواد

دولتي ورځپاڼو بیا د کرونا وایروس د خپراوي او په دې اړه د اقداماتو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې، "په افغانستان کې د کرونا وایروس باید څنګه کنټرول شي؟"

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د کرونا وایروس په نړۍ کې خطرناک حالت غوره کړی چې تر ډېره‌یې د افغانستان ګاونډیان چین او ایران ځپلي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې افغان حکومت د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اقدامات کړي، خو په خبره‌یې د وایروس ګواښ ته په کتو دا اقدامات کم دي.

په سرمقاله کې له حکومت غوښتل شوي چې په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي، د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي او ټول افغانان د دې ناوړه وایروس د مخنیوي په برخه کې تر خپله وسه کار وکړي.

  • اصلاح

دولتي ورځپاڼې اصلاح لیکلي، "د کرونا وایروس باید جدي ونیول شي او ټوکه ونه‌ګڼل شي."

ورځپاڼه لیکي، که چېرې دا موضوع ښه مدیریت نه‌شي، ممکن په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کړي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې د مدیریت لپاره په لومړي سر کې باید عامه پوهاوی زیات شي، ورپسې په سرحدونو کې اقدامات وشي او د ځانګړو روغتونونو جوړول هم ډېر شي.