ترکیې او اذربایجان خپلو کې هوايي او ځمکنی تګ راتګ بند کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف

د ترکیې او اذربایجان حکومتونو پرون د مارچ په ۱۴مه، پرېکړه وکړه چې په خپلو کې هوايي او ځمکنی تګ راتګ بند کړي.

دواړو هېوادونو دا کار د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کړی دی.

د ترکې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل چې د اذربایجان له ولسمشر الهام علي‌اف سره‌یې په دې اړه ټیلیفوني خبرې کړي او دا پرېکړه‌یې اعلان کړه.

اذربایجان له ایران سره چې د کرونا وایروس سخت ځپلی، ګډه پوله لري.

د اذربایجان حکومت د مارچ په ۱۲مه، وویل چې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه‌یې ثبت کړه او له هغه راهیسې یې د ۱۹ پېښو خبر ورکړی دی.

د اذربایجان حکومت دوه اوونۍ وړاندې له ایران سره خپله پوله تړلې وه.

د اذربایجان، ګرجستان او ارمنستان صدراعظمانو د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه چې د ۱۰ ورځو لپاره ګډې پولې بندې کړي.