رومانیا کې د پارلمان غړو د صدراعظم لودویک اوربان ملاتړ وکړ

د رومانیا صدراعظم لودویک اوربان

په رومانیا کې د پارلمان غړو پرون د مارچ په ۱۴مه، د لودویک اوربان له حکومته ملاتړ وکړ.

تمه ده چې د وکیلانو له دې کار سره به په رومانیا کې د نږدې یوې میاشتې سیاسي کړکېچ پای ته ورسېږي او چارواکو ته به له کرونا وایروس سره د مبارزې موقع پیدا شي.

صدراعظم اوربان چې په قرنطین کې دی، په دې ډول کولائ شي چې نوې کابینه جوړه کړي.

لودویک اوربان په رومانیا کې د منځي ښي اړخ ملي لبرال ګوند مشر دی.

د هغه په مشرۍ اقلیت حکومت د فبرورۍ په میاشت کې د باور رایه بایللې وه.

په رومانیا کې د ښاري شوراګانو ټاکنې باید د پسرلي په وروستیو یا د دوبي په پيل کې وشي او پارلماني ټاکنې د دې کال په پای کې پلان شوې دي.