ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۶۱۱ تنو ته ورسېد

ایران په منځني ختیځ کې د کرونا وایروس له کبله تر ټولو زیات اغیزمن شوی.

په ایران کې پر کرونا وایروس د اخته کسانو څخه ۹۷ تنه نور هم مړه شوي دي.

دا خبره د ایران دولتي تلویزون نن شنبه وکړه.

له دې سره په ایران کې په کرونا د مړو شویو کسانو شمېر ۶۱۱ تنو ته ورسېده.

ایران په منځني ختیځ کې د کرونا وایروس له کبله تر ټولو زیات اغیزمن شوی.

د دې هېواد دولتي ټلویزیون په خپل تازه راپور کې د روغتیا د وزارت د چارواکو په حواله ویلي چې دغلته د دې وایروس د مثبتو ثبت شویو پېښو شمېر ۱۲۷۲۹ ته رسېدلی.

منتقدان په دې برخه کې د حکومتي ادارو د راپور ورکولو پر شفافیت شک ښيي او ویره لري چې ښايي د مثبتو پېښو شمېر تر دې ډیر لوړ وي.

د ایران مذهبي واکمنو لا دمخه په دې هېواد کې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او همدارنګه یې پر مذهبي، کلتوري او سپورتي غونډو او راټولېدو بندیز لګولی دی.

د جمعې په ورځ د ایران یو لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي وو، امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې په ۲۴ ساعتونو کې په ټولو ښارونو کې کوڅې پاکې کړي.