د روانې میاشتې له پیله تر اوسه ۴۵ زره افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي

د اسلام کلا بندر

د هرات د کډوالو او راستیندونکو چارو د ریاست چارواکي وايي، په ایران کې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله د کب د میاشتې د پیل راهېسې تر اوسه شا او خوا ۴۵ زره افغان کډوال له دې هېواده د اسلام کلا بندر له لارې هرات ته راستانه شوي دي.

د دې ادارې رییس جاوید نادم د شنبې په ورځ د ازادي راډیو ته وویل: "د کب د میاشتې له لومړنۍ نېټې څخه په ایران کې د کرونا وایروس خپرېدل زیات شوي، تر اوسه پورې زموږ شا او خوا ۴۵ زره هېوادوال په خپله خوښه له ایران راستانه شوي دي، خوشبختانه تر اوسه مو د کرونا مشکوکې پېښې نه دي لرلي، یوازې د پنجشنبې په ورځ یوه مشکوکه قضیه وه چې ناروغ په اسلام کلا کې له صفري نقطې د امبولانس په وسیله هرات ته انتقال شو."

د افغانستان روغتیايي چارواکي اندېښمن دي چې هغه افغان کډوال چې له ایران راستنیږي ښايي له ځان سره افغانستان ته د کرونا وایروس ولېږدوي.

تر اوسه پورې یوازې د افغانستان په هرات ولایت کې په کرونا وایروس د اخته کېدو شپږ پېښې ثبت شوې او دا چې دا ولایت د ایران سره د تګ راتګ په لومړۍ کرښه کې دی، د کرونا د خپرېدو له جدي خطر سره مخ کې ګڼل کیږي.

ایران په نړۍ کې یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې د کرونا وایروس تر ټولو زیات ځپلی دی.