په نړیواله کچه د کرونا وایروس د مخنیوي هڅې دوام لري

ایټالیا کې پرون د دې وایروس له کبله د ۲۵۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

په ټوله نړۍ کې هېوادونه د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اقداماتو ته دوام ورکوي.

بل خوا چین له کومه ځایه چې د کویډ ۱۹ وایروس خپرېدل پیل شول، په دې وایرس د اخته کېدو په نویو پېښو کې د کمي راپور ورکړی دی.

د نیوزیلانډ حکومت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له څو استثناوو پرته، دې هېواد ته له بهره ټول ورتلونکي کسان به د ۱۴ ورځو په مخه له نورو خلکو ځانونه لرې ساتي.

په دې کې خپله نیوزیلانډي وګړي هم شامل دي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا وایروس له کبله د جمعې په ورځ بیړنی حالت اعلان کړ.

په دې هېواد کې پر دې وایروس د مړو شویو کسانو شمېر دا مهال ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

ولسمشر ټرمپ یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ به دې ګواښ ته ماتې ورکړو."

په چین کې د دې هیواد د روغتیا کمېسیون ویلي چې د کویډ ۱۹ وایروس خپرېدل په ډراماتیکه توګه راکم شوي دي.

ایټالیا چې په اروپا کې کرونا وایروس تر ټولو زیات ځپلی دی، د جمعې په ورځ په کې په نویو پېښو کې تر دوه نیم زرو اخوا زیاتوالی راغی او همدارنګه په یوې ورځ کې د مړینو شمېر هم پورته شو.

دغلته پرون د دې وایروس له کبله د ۲۵۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

په اوکراین کې د اینټرفاکس خبري اژانس د دې هېواد د پارلمان د رئیس په حواله ویلي چې دا هېواد به د راتلونکې دوشنبې له ورځې مسافر وړونکې الوتنې وځنډوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې اروپا دا مهال د دې نړیوالې ناروغۍ په مرکز بدله شوې.