د کرونا وایروس د مخنیوي په هدف د چک حکومت نوي اقدامات

ټولو مغازو او دوکانونو ته امر شوی چې سر له نن سهاره دې د لسو ورځو لپاره تړلي وي.

د چک حکومت په دې هېواد کې ټولو مغازو او دوکانونو ته امر کړی چې سر له نن سهاره دې د لسو ورځو لپاره تړلي وي.

په دې امر کې د خوراکي توکو مغازې، درملتونونه او ځینې نور نه دي شامل.

په دې اعلان کې همدارنګه ویل شوي چې په چک جمهوریت کې به رسټورانټونه هم د لسو ورځو په مخه تړلي وي.

په چک جمهوریت کې دا اقدامات د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کېږي.

تر دې مهال په دې هېواد کې ۱۱۶ کسان پر دې وایروس اخته پېژندل شوي او لا ترې څوک مړ شوی نه دی.

د چک صدراعظم اندری بابیش لا دمخه په دې هېواد کې د کرونا وایروس له کبله بیړنۍ وضیعت اعلان کړی چې ښوونځي تړل شوي او په لویو غونډو بندیز لګېدلی دی.

همدارنګه د چک وګړو او دلته مېشتو اوږدمهالو استوګنو ته ویل شوي چې په دې وخت کې دې بهر سفر نه کوي.

چک جمهوریت همدارنګه له ګڼو هېوادونو سره خپلې پولې تړلي دي.

بل خوا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، اروپا دا مهال په نړۍ کې د کرونا وایروس د پېښو او خپرېدو له پلوه له چین هم مخکې شوې او د دې وایروس د خپرېدو په مرکز اوښتې.

د کرونا وایروس له کبله په نړۍ کې د مړینو شمېره ۵ زرو ته رسېدلې او هېوادونو د دې نړیوالې وبا د کنټرول لپاره د خپلو پولو د تړلو سربېره بېلابېل اقدامات پیل کړي دي.