د ملګرو ملتونو عمومي منشي نیویارک کې خپلو ۳۰۰۰ کارکونکو ته څه ویلي؟

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان ودانۍ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش په نیویارک کې د دې سازمان ټولو درې زره کارکونکو ته ویلي چې، تر هغې چې د ډېرو مهمو چارو لپاره غوښتل شوي نه وي، د درې اونیو لپاره دې له کورونو کار وکړي.

دا کار د د ملګرو ملتونو په مقر کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف ترسره کېږي.

د جمعې په ورځ ګوټیریش وویل، د دې پلان هدف دا دی چې "د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خپل فزیکي حضور کم کړو، خو په عین حال کې د خپل ماموریت ترسره کولو ته دوام ورکوو."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، خپلو کارکونکو ته په یو جلا پیغام کې ویلي چې د دوی روغتیا یې لویه اندېښنه ده او ترې غوښتي یې دي چې"خوندي، مهربان او او بیدار" و اوسي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې، دا امر به د یکشنبې له ورځ وروسته عملي شي.

دوجاریک زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د کارکونکو نه هیڅوک هم تر اوسه په کویډ ۱۹ وایروس اخته نه دی پېژندل شوی، خو په ملګرو ملتونو کې د فیلپین یو ډیپلوماټ پر دې وایروس اخته ثابت شوی دی.