د کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره د امریکا استازو جرګې طرحه تصویب کړه

دا طرحه راتلونکې اونۍ د امریکا سنا ته ځي چې جمهوري غوښتونکي په کې واک لري.

د امریکا په استازو جرګې کې له کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره لایحه، چې دواړو ګوندونو وړاندیز کړې وه، په یوه خوله تصویب شوه.

ویل کېږي چې دا لایحه به، له دې سره سره چې په پیل کې ولسمشر ټرمپ پرې ځینې انتقادونه لرل، د نوموړي له لوري توشیح او پر قانون بدله شي.

د استازو جرګې له لوري، چې ډیموکراټان په کې اکثریت دي، دا تصویب شوې لایحه په متحدو ایالتونو کې د کرونا وایروس لابراتواري معاینه وړیا کوي او همداراز کوم کسان چې په دې وایرسو ککړ وي، هغو او د کورنیو غړیو ته یې له معاش سره رخصتي ورکوي.

د دې ترڅنګ هغو کورنیو ته چې مالي ستونزې لري، یا وزګاره وي، خوراکي مرسته ورکول کېږي.

دا لایحه د ۴۰ مخالفو رایو په وړاندې په ۳۶۳ موافقو رایو تصویب شوه. د امریکا د استازو جرګه ۴۰۰ غړي لري.

خو اوس به دا لایحه سنا جرګې ته ځي چې جمهوري پال په کې اکثریت دي.

خو دې ته په کتو چې ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې د دې لایحې ملاتړ وکړ، باور کېږي چې راتلونکې اوونۍ به سنا جرګه هم هغې ته رایې ورکړي.

ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "زه ډیموکراټان او جمهوری پال تشویقوم چې ټول مثبته رایه ورکړي، انتظار یم چې لایحه توشیح کړم."

د امریکا د استازو جرګې مشرې ننسي پلوسي د لایحې تر تصویب مخکې وویل چې ډیموکراټ ګوند له سپینې ماڼۍ سره پر لایحې موافقې ته رسېدلی دی.

په نوره نړۍ کې هم له کرونا سره د مبارزې لپاره راز راز تدابیر سنجول شوي دي.

چک جمهوریت، چې تراوسه تر ۱۴۰ زیات کسان په کې په کرونا وایروس اخته شوي، اعلان وکړ چې سر له نن څخه د خوراکي موادو له دوکانونو او درملتونونو پرته ټول پلورنځي د لسو ورځو لباره بندوي.

د دې هېواد حکومت له خلکو غوښتي چې له یوځای کېدو ډډه وکړي.

د چک حکومت بیړنی حالت اعلان کړی او ښوونځي او پوهنتونونه یې مخکې تر مخکې رخصت کړي دي.

تر نن پورې په نړۍ کې یولکو ۴۵ زره ۷۰۰ تنه په کرونا وایروس اخته پېژندل شوي، ۵ زره ۴ سوه ۴۶ تنه ورڅځه مړه شوي او له نېکه مرغه د ۷۲ زره ۵۵۰ تنو درملنه شوې ده.