پاکستان له افغانستان او ایران سره پولې بندوي

تورخم دروازه

پاکستان پرون جمعه اعلان وکړ چې د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره له افغانستان او ایران سره خپلې پولې د دوو اوونیو لپاره بندوي.

ایران له چین او ایټالیا وروسته په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې د کرونا په وایروس ډېر خلک په‌کې مړه شوي دي، خو په افغانستان کې تر اوسه د کرونا وایروس ۱۰ مثبتې پېښې تأیید شوې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له حکم سره سم، له افغانستان او ایران سره به د پاکستان پوله د مارچ له ۱۶مې یعنې له راتلونکې دوشنبې څخه د دوو اوونیو لپاره بنده وي.

پاکستان پرون همداراز اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۰ د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې به د دې هیواد ټول ښوونځي او پوهنتونونه رخصت وي.

تر پرونه پورې په پاکستان کې د کرونا وایروس ۲۱ پېښې تأیید شوې وې.