د افغان سولې په لاره کې د خنډونو لیرې کولو ته د پاکستان تیاری

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، پاکستان تیار دی چې د افغانستان د سولې په لاره کې د خنډونو له لیرې کولو سره مرسته وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، جنرال باجوه پرون جمعه په راولپنډۍ کې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ د قول اردوګانو د عمومي قوماندانانو په غونډه کې په افغانستان کې پر سولې ټینګار وکړ، ویې‌ویل "د سیمې د ثبات او سولې لار له افغانستانه تېرېږي."

له بلې‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې له ټولو افغان خواوو غواړي د سولې د پروسې د دوهم پړاو لور ته ګام واخلي او بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عایشې فاروقي په یوه خبري غونډه کې وویل "دا اوس مهمه ده چې د بین‌الافغاني خبرو اترو لور ته د ګام اخیستلو لپاره له فرصته ګټه واخیستل شي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې له موافقې سره سم، ټاکل شوې وه چې د مارچ په ۱۰مه (د روانې اوونۍ د سې شنبې ورځ) بین‌الافغاني خبرې پیل شي.