د ملګرو ملتونو سرمنشي ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کېدو مبارکي ورکړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او مرستیالان‌یې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ځلي ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.

ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي له‌خوا ولسمشر ته په را استول شوي پیغام کې د افغانستان خلکو او حکومت ته د تل‌پاتې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د ملګرو ملتونو سرمنشي هیله ښودلې چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره له جوړ شوي فرصت ګټه واخیستل شي، څو په دې هېواد کې تل‌پاتې سولې او پرمختګ ته زمینه برابره کړي.

انتونیو ګوترش همدا ډول د سولې په بهیر کې د ښځو او ځوانانو له پراخ حضور ملاتړ کړی دی.