ننګرهار کې څه د پاسه ۷۰ کیلوګرامه نشه‌یي مواد ونیول شول

ارشیف، نیول شوي نشه‌یي توکي

د ننګرهار پولیسو څه د پاسه ۷۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل: "د ننګرهار پولیسو په درې جلا جلا پېښو کې په مهمند دره، خوګیاڼو او د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې ۷۱ کیلوګرامه هیروئین، ښیښه، تاریاک او چرس ونیول او په تور یې ۹ کسان هم نیول شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې د ننګرهار پولیسو په تېرو درې اوونیو کې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد او د دې موادو د قاچاقو په تور یې ۳۸ کسان هم نیولي دي.