هرات کې د بنګو د قاچاق مخه نیول شوې

ارشیف، نشه‌يي مواد

د هرات پولیسو د زرګونه کیلوګرامه بنګو د قاچاقو مخه ونیوله.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو د حوت میاشتې په ۲۰مه نېټه ۵۳۵۵ کیلوګرامه بنګ نیولي چې له هلمند ولایت څخه په یوه موټر کې هرات ته قاچاق کېدل.

د بنګو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.