اروپايي ټولنې او بریتانیا پر تجارت پلان شوې مذاکرې لغوه کړې

ارشیف.

اروپايي ټولنه او بریتانیا وايي دوی له برګزېت یا له اروپايي ټولنې د بریتانیا تر وتلو وروسته پر تجارت پلان شوې مذاکرې لغوه کړلې.

دغه مذاکرې چې راتلونکې اوونۍ ته پلان شوې وې، د کرونا وایروس د خپرېدو له بېرې لغوه شوې.

د مرکچیانو ډلو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، دوی پر موازي لارو چارو غور کوي چې دغه خبرې د احتمالي وېډیو کنفرانس په ګډون په یو ډول نه یو ډول دوام پیدا کړي.

بریتانیا له اروپايي ټولنې د جنورۍ پر ۳۱مه ووتله.

په پام کې وه د تجارت پر موضوع دا مذاکرې په لندن کې د مارچ له ۱۸مې تر ۲۰مې پورې وشي.

شااوخوا ۱۰۰ اروپايي مرکچیانو بریتانیا ته سفر کړی چې په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو ۵۹۰ تأیید شوې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

خو د بریتانیا حکومت وايي احتمال لري چې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر د ۵۰۰۰ او ۱۰ زره کسانو ترمنځ وي.