هرات کې په کرونا اخته لومړنی کس له روغتون رخصت شو

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په هرات ولایت کې په (کووایډ-۱۹) یا کرونا وایروس اخته لومړنی کس پرون له روغتون څخه رخصت شو.

د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، دا کس اوس په خپل کور کې تر روغتیايي څار لاندې دی.

د دې روغتون د انتاني څانګې مشر سید ابراهیم بسیم پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، نوموړي کس ته ویل شوي چې څو ورځې وروسته دې یو ځل بیا د معاینې لپاره روغتون ته مراجعه وکړي.

ډاکتر بسیم زیاتوي چې په کرونا وایروس د اخته نورو څلورو کسانو روغتیايي وضعیت هم ښه شوی دی.

د هرات د روغتیا مسؤل چارواکي وايي په کرونا وایروس د مشکوکو اخته کسانو د څارنې لپاره تر پخوا زیات امکانات لري.