ملګرو ملتونو د افغانستان په سرحدونو کې د ځان مینځلو مرکزونه جوړ کړي

په هرات کې له ایران راستنېدونکي کډوال د کرونا د تشخیص لپاره د لومړنیو معایناتو پر مهال.

ملګري ملتونه وايي، د کرونا وایروس (کووایډ-۱۹) د مخنیوي لپاره‌یې له بهر څخه هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو د معاینې لپاره په سرحدونو کې د ځان مینځلو شپږ موقتي مرکزونه جوړ کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د سمون دفتر اوچا په یو بیان کې وايي دا مرکزونه یونېسیف ادارې جوړ کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې په راتلونکو ورځو کې به د (کووایډ-۱۹) وایروس له ځپل شویو سیمو، د راستنېدونکو مسافرو د کنټرول د یقیني کولو لپاره په اسلام کلا بندر کې د ځان مینځلو د ۱۹ دایمي مرکزونو د رغونې چارې هم بشپړې شي.

د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په افغانستان کې د (کووایډ-۱۹) وایروس ۷ مثبت موارد تأیید کړي دي.

ګومان کېږي چې دا ټول موارد له ایران څخه په راستنو شویو کډوالو کې موندل شوي دي. اوچا وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د هغو کډوالو شمېر زیات شوی دی چې تر ډېره د کرونا وایروس له وېرې له ایران څخه هېواد ته راستنېږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي، د افغانستان څلور ولایتونه هرات، نیمروز، غور او کابل او ۲۵ ولسوالۍ د خلکو د ډېر تګ راتګ له وجې د (کووایډ-۱۹) وایروس د سرایت له ګواښ سره مخامخ دي.