قطر نه له طالبانو سره د تماس لومړني افغان پلاوي راستنېدل

د حکومت هغه پلاوی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک په ورځ دوحې ته تللی و.

د حکومت هغه پلاوی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک په ورځ دوحې ته تللی و، پرون د پنجشنبې په ورځ بېرته هېواد ته راستون شو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یو بیان کې چې تېر ماښام خپور شو وايي د تماس لومړني پلاوي چې د کب په اوومه د قطر د وړاندیز په اساس دوحې ته تللی و، د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي او نورو امریکايي چارواکو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي او د قطر، جرمني، ناروې او ځینو نورو هېوادونو له استازو سره وکتل.

حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو پرون خبرداری ورکړ چې که حکومت په بین‌الافغاني خبرو کې د یوه پلاوي د غوره کولو په اړه له دوی سره سلامشوره ونه‌کړي، نو دوی به له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته یو جلا پلاوی واستوي.

خو د ملي امنیت شورا په خپل بیان کې وايي چې دوحې ته بل پلاوی به د ملي امنیت شورا تر قیمومیت لاندې واستول شي. په بیان کې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.