نوې ډېلي کې ټول ښوونځي، پوهنتونونه او سینماګانې وتړل شوې

په نوې ډېلي کې یو تش شوونځی

د هند په نوې ډېلي کې نن ټول ښوونځي، پوهنتونونه او سینماګانې د کرونا وایروس د خپرېدو د خطر له امله وتړل شول.

هندي چارواکي وایي چې دغه اقدامات به د همدې مارچ میاشتې تر اخره دوام وکړي.​

له دې مخکې په نوې ډېلي کې دولتي ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوي و.​

د نوې ډېلي اعلا وزیر ارویند کیجري‌وال وایي، د ښوونځیو او پوهنتونو ازموینې هم شاته غورځول شوې دي.

​په هند کې تر اوسه ۷۳ تنه پر کرونا وایروس اخته شوي دي.