هنګري ۱۵ غیر قانوني افغان کډوال بېرته رومانیا ته استولي

ارشیف، د هنګري سره پر پوله یو شمېر کډوال.

د هنګري پولیس وایي، ۱۵ غیر قانوني افغانان کډوال چې له رومانیا څخه‌یې خاورې ته داخل شوي وو، بېرته هغه هېواد ته استولي دي.

د هنګري ملي پولیسو په خپله وېب‌پاڼه کې ویلي چې دغه افغان کډوال چې په یوه میني بس کې ځای پر ځای شوي او اتریش ته په لاره وو، د لارې پولیسو په لوېدیځ ګیور کې ودرول او بېرته‌یې رومانیا ته واستول.​

تر دې یوه ورځ مخکې د هنګري او رومانیا سرحدي پولیسو ۳۳ غیر قانوني کډوال چې په یوه لارۍ کې پټ ځای پر ځای شوي وو، نیولي.

وروسته له هغې چې ترکیې څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې خپله پوله‌یې د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو پر مخ پرانیستې چې غواړي اروپایي هېوادونو ته ولاړ شي، ترک چارواکو یونان او بلغاریا ته د لسګونه زره کډوالو د تېرېدو خبر ورکړ.​

هنګري پرون وروسته له دې چې په دې هېواد کې اضطراري حالت اعلان شو، د اروپایي ټولنې له نورو غړو هېوادونو، اتریش او سلووینیا سره پوله کې سخت تدابیر نیولي دي.​

دې هېواد دغه اقدام د دې لپاره کړی چې خپلې خاورې ته د هغو کسانو د ننوتو مخه ونیسي چې له ایټالیا، چین، جنوبي کوریا او ایران څخه ورځي.

دغه څلور واړه هېوادونه د کرونا وایروس سخت ځپلي دي.