یاماموتو نن له ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل

عبدالله عبدالله او تدامیچي یاماموتو.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو نن له ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.

په لیدنه کې ښاغلي یاماموتو د افغان مشرانو له‌خوا، له اساسي قانون سره سم په یوه ټول‌شموله حکومت د راغونډېدو پر اهمیت ټینګار وکړ چې ټولو ته د منلو وړ وي.

دا چاره د سولې د خبرو لپاره د یوه استازي ټیم د جوړولو لپاره مهمه ده.