بادغيس کې د مېوو په سلګونو جريبه ځمکه کې بڼونه جوړېږي

ارشیف، د دغه ولايت په مرکز او څو ولسواليو کې به په ۱۱ زره جريبه ځمکه کې بڼونه جوړ شي.

په بادغيس کې په سلګونه جريبه ځمکه کې د مېوو بڼونه جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وويل، ټاکل شوې ده چې د راتلونکي لمريز کال په بهير کې د دغه ولايت په مرکز او څو ولسواليو کې په ۱۱ زره جريبه ځمکه کې بڼونه جوړ شي.

هغه وويل چې په دغو بڼونو کې د پستې، مڼو، الو، انګورو، بادام، شفتالو، ناک، زردالو او د چهارمغزو په ګډون څه د پاسه ۷۰۰ زره نيالګي کېنول کېږي چې دا به د بڼوالو اقتصادي ودې لپاره ګټور وي.