کانګرس پر ایران د پوځي حملې لپاره د ټرمپ صلاحیت محدود کړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا کانګرس هغه لایحه تصویب کړه چې پر ایران د پوځي حملې لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ صلاحیت محدودوي.

دا پر ټرمپ چې ویلي دي په دې اړه هره لایحه به ویتو کړي، سخت ګوزار دی.​

د امریکا د استازو جرګې پرون دغه د جګړې د صلاحیتونو په نوم قانوني لایحه د ۲۲۷ مثبتو د ۱۸۶ رایو په مقابل کې تصویب کړه. د دې جرګې چې ډیموکراتان په‌کې اکثریت دي، شپږ جهموري غوښتونکي غړو هم دغې لایحې ته مثبتې رایې ورکړي.​

د امریکا سنا جرګې له مخکې دغه لایحه تصویب کړې وه.​

دغه لایحه د ایران پر ضد مخکې له دې چې کانګرس کې پرې رایې وانه‌خیستل شي، هر ډول پوځي اقدامات منع کوي.​

ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې که د پوځي اقدام په اړه‌یې صلاحیت محدود شي، نو هغه به ویتو کړي. هغه ویلي د ده د ویتو د ردولو لپاره کافې رایې نه‌شته.​

سپینې ماڼۍ له کانګرس غوښتنه کړې چې دغه لایحه دې رد کړي ځکه هغه د امریکايي ډیپلوماتانو، د دې هېواد د ځواکونو او د متحدینو او شریکانو د خوندي کولو لپاره د ولسمشر د وړتیاوو مخنیوی کوي.