طالبانو د خپلو زندانیانو د ازادېدو په تړاو د ارګ فرمان رد کړ

ارشیف،

طالبانو د خپلو زندانیانو د ازادېدو په تړاو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني فرمان رد کړ.

طالبان وایي، د ۱۵۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو په اړه د افغان ولسمشر فرمان، د دوی او امریکا ترمنځ له شوې هوکړې سره په ټکر کې دی.

د ولسمشر په فرمان کې چې د سې شنبې په ورځ ناوخته خپور شو راغلي، د طالبانو ۱۵۰۰ زندانیان به د ۱۵ ورځو په ترڅ کې او له طالبانو سره د خبرو پر مهال خوشې کېږي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک

په فرمان کې راغلي، که د حکومت او طالبانو خبرې پرمختګ وکړي، هرو دوو اوونیو کې به افغان حکومت ۵۰۰ طالب زندانیان ازادوي چې له دې سره به ۵۰۰۰ زندانیان ټول خوشې شي.

خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهيل شاهین وايي، د دوی او امریکا هوکړه دا وه چې اول به ۵۰۰۰ زندانیان ازادېږي، بیا به طالبان بین‌الافغاني خبرو ته کېني.

ښاغلي شاهین په یوه ټویټ کې لیکلي، د ۵۰۰۰ زندانیانو لېست‌یې امريکایي لوري ته ورکړی او د ده په ټکو "څوك په‌کې جعل هم" نه‌شي کولای.

دی وايي، د هغو زندانیانو خوشې کول ورته د منلو دي چې د دوی ځانګړی شوی پلاوی یې تصديق کړي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم تأیید کړې، طالبان باید د تاوتریخوالي کمښت ته ادامه ورکړي او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ترهګریزو فعالیتونو ته اجازه ورنه‌کړي.

په دې اړه نور: 'له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شوي'

امریکا هم منلې چې افغانستان نه به خپل ځواکونه د تاوتریخوالي د کمښت په شرط په ۱۴ میاشتو کې باسي.

د دغه راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

طالبان وايي، ټول پنځه زره زندانیان‌یې باید له بین‌الافغاني خبرو مخکې ازاد شي.