افغانستان کې د کرونا وایروس پوهاوي لپاره یو درسي ساعت ځانګړی شو

ارشیف

افغانستان کې د کرونا وایروس د خپرېدو مخنیوي لارو چارو او پوهاوي لپاره یو درسي ساعت ځانګړی شو.

د افغانستان د پوهنې وزارت په یو بیان کې وايي، په راتلونکې اوونۍ کې د پوهاوي یو ورځنۍ سمینار د کرونا وایروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د ولایتونو پوهنې ریاستونو، د بدني روزنې او روغتیا مدیرانو لپاره د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ ترسره کوي.

دا کړنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د هرات او سمنګان په ولایتونو کې د کرونا وایروس ۷ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.