'بریتانیا له افغانستانه خپل پوځیان باسي'

د بریتانیا پوځيان

بریتانیا غواړي چې تر راتلونکي دوبي پورې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.

د ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، سلګونه بریتانیايي پوځیان به د سرطان تر پایه "د جولای تر نیمايي" له افغانستانه ووځي.

دا هغه وخت دی چې د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس باید ۴۴۰۰ امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.

ټایمز وايي، د بریتانیايي پوځیانو د دوهمې برخې وتل له دې سره تړلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې موافقه څومره عملي کېږي.

له ۲۰۰۲ م کال څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ۴۵۶ بریتانیايي پوځیان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.