کاناډا یوه افغان ډاکتره له خپلې خاورې باسي

د کاناډا د تورنتو ښار.

د کاناډا حکومت غواړي یوه افغان ډاکتره په دې خاطر له خپلې خاورې وباسي چې په خپل هېواد کې یې د ښځو د بکارت معاینه کوله.

کاناډايي رسنیو د چهارشنبې په ورځ وویل، د کاناډا حکومتي چارواکي وايي چې سعدیې احمدي د افغانستان په شمال کې د ښځو د بکارت پرده معاینه کوله او دا کار د بشریت پر ضد جرم دی، خو د دغه هېواد د مهاجرت اداره د حکومت له نظر سره اختلاف لري.

د ګلوبل نیوز د راپور له مخې، مېرمن احمدي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې کاناډا ته مهاجرت کړی، د کاناډا د مهاجرت ادارې چارواکو ته په مرکه کې ویلي چې د ښځو د بکارت معاینه د دې د کار یوه برخه وه.

د روغتیا نړیوال سازمان د وینا پر اساس، د بکارت معاینه غیر علمي ده او کلینیکي اساس نه‌لري.